د اسرائیل دفاع وزیر: که په غزه کې اوربند وشي، نو ځواکونه به يې په لبنان کې د حزب الله پر ضد جګړه روانه وساتي
CMG2024/02/26 10:00:05
شريکول:

د اسرائيل دفاع وزير یواف ګالانت د فبرورۍ په ۲۵مې نېټې ويلي، که په غزې کې اوربند وشي، نو ځواکونه به یې په لبنان کې پر حزب الله خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

د اسرائيل دفاع وزارت د روانې مياشتې په ٢٥مې نېټې په يوې اعلاميې کې د يواف ګالانت په قول ويلي، که اسرائيل او حماس په غزه کې د اوربند او د نيول شويو کسانو د خوشې کولو په اړه موافقې ته ورسېږي، نو ځواکونه به يې په لبنان کې پر حزب الله بریدونو ته دوام ورکړي او د اسرائیل او لبنان له سرحدي سیمو څخه به یې وشړي او اسرائیلي اوسېدونکي به خپلو کورونو ته ستانه کړي.