د نوي کال په پيلېدو سره د چین اقتصاد غښتلی محرک ځواک ښکاري
CMG2024/02/26 14:54:47
شريکول:

د چين د پسرلني اختر په سږنیو رخصتیو کې د دغه هېواد په سيلانیزو سيمو کې ډېرو سيلانيانو تګ راتګ کړی او سينماوې له کتونکو څخه ډکې وې. په دې رخصتۍ کې يو شمېر مصرفي شاخص د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله زياتوالی ښيي.

د چین مېډيا ګروپ سي جي ټي ان او د چين ژن مين پوهنتون په ګډه سره په ټوله نړۍ کې سروې تر سره کړه، چې له مخې يې له ۹۳.۱ سلنو څخه زیات ځواب ويونکي د چين د اقتصاد د پیاوړتیا او پټ توان ستاينه کوي او دا نظر لري، چې د چين اقتصاد پټ توان او محرک ځواک ستر دی او نړيوال اقتصاد ته به لوی باور او قوه برابره کړي.

د چين د پسرلني اختر په رخصتۍ کې یو شمېر مصرفي شمېرنو  نوی ريکارډ جوړ کړی. د بېلګې په توګه، د دغه هېواد د کورنيو فلمونو عايدات له ۸ ميليارډو يوانو څخه زیات شوي دي. خلکو ۴۷۴ میليونه ځله په کور دننه سيل او ګرځندویي تر سره کړې، چې د تېر پسرلني اختر په پرتله ۳۴.۳ سلنه زياتوالی ښيي، عمومي مصرفي ارزښت يې ۶۳۲ میليارډو او ۷۰۰ میلیونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر پسرلني اختر په پرتله ۷.۷ سلنه زياتوالی ښيي. له ويزې پرته د ورتګ د يو لړ تګلارو په پلي کېدو سره، بهر ته د چينايانو سفرونه ډېر زیات شوي او نړیوال اقتصاد هم ورڅخه ګټې تر لاسه کړې دي. د سروې له مخې، ۸۰.۳ سلنه ځواب ويونکي د چين د اقتصادي پرمختګ ستاينه کوي او له ننګونو سره د مقابلې په اړه یې اوچت باور لري او دا نظر هم لري، چې د چين اقتصادي پرمختګ به نړۍ ته لا نورې زياتې ګټې ورسوي. ۸۵.۲ سلنه ځواب ويونکي په دې نظر دي، چې د چين اقتصاد به په دايمي او ثابت ډول مخ په ښه کېدو روان وي.

له ۲۰۲۳م کال راهيسې،‌ د چين اقتصاد د بيا سمسورتيا په لوري روان دی او په ټول کال کې عمده موخې په ښه ډول پوره شوې دي. په دې جمله کې جي ډي پي (GDP) د تېر ۲۰۲۲م کال په پرتله ۵.۲ سلنه زياتوالی ښيي او د نړۍ په یو شمېر عمده اقتصادونو کې یې مخکښ ځای نيولی. په عين وخت کې دغه هېواد په دوامدار ډول اقتصادي جوړښت اصلاح کوي او باکيفيته پرمختګ کوي. په دې سروې کې ۷۶.۹ سلنه ځواب ويونکي د چین د باکيفيته پرمختګ د لاسته راوړنې ستاينه کوي او په دې نظر دي، چې اوس د دغه هېواد اقتصاد په بشپړ او هراړخيز ډول پرمختګ کوي.

د چين د اقتصاد پرمختګ نړیوالې ټولنې ته باور ورکړی. د پولي نړیوال فورم د راپور له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د چين اقتصادي زياتوالی د نړۍ په عمده اقتصادونو کې لومړی ځای نيولی دی، چې په نړيوال اقتصادي زیاتوالي کې ۳۲ سلنه يې نيولی. د دې تر څنګ، هند دوهم ځای (۱۵ سلنه) او امريکا درېيم ځای(۱۱ سلنه) نيولی دی. د پيسو نړيوال صندوق د وړاندوینې له مخې، له ۲۰۲۴م کال څخه تر ۲۰۲۸م کال پورې د چين اقتصادي‌ زیاتوالی به تر نړيوال اقتصاد چټک وي. د سروې له مخې، ۷۹.۶ سلنه ځواب ويونکي د نړیوال اقتصادي زیاتوالي لپاره د چین خدمات مهم بولي؛ ۷۳.۶ سلنه ځواب ويونکي وايي، چې د چین سوداګريز چاپېريال د نړیوالو پانګوالو لپاره ډېر زړه راښکونکی  دی؛ ۷۳.۳ سنله ځواب ويونکي په دې باور لري، چې چين به په راتلونکي‌ کې په لوړه سويه ورخلاصون وساتي او نړۍ ته به لازیات فرصتونه برابر کړي.

په ټوله نړۍ کې ۹۰۳۰ ګډونوال په يادې سروې کې برخه لري، په دې جمله کې د امريکا، برېټانيا، جرمني او استرالیا په شمول د پرمختللي هېوادونو ګډونوال او د جنوبي افريقا، ارجنټاين، اندونيزيا، پاکستان، تايلند، چيلي او ويتنام په شمول د پرمختيايي هېوادونو ګډونوال شته دي.