د چین میډیا ګروپ د ډیوې اختر ماښامنۍ ننداره، چې د فبرورۍ په ۲۴مې نېټې خپره شوه، د کورنیو او بهرنیو نندارچیانو پاملرنه يې راجلب کړې ده.
مالومات ښيي، چې د فبرورۍ د ۲۵مې نېټې د سهار تر اتو بجو پورې ۳۵۳ میلیونو نندارچیانو ياده ننداره کتلې، په انټرنيټي نړۍ کې يې په ژوندۍ بڼې د خپرېدو شمېر ۱۸۴ میلیونو ته رسېدلی او ۱۶۹ میلیونو نندارچیانو د ټلويزیون پر پردو کتلې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د چین د ډېوې اختر د يادې نندارې په اړه د لیکنو د لوستلو شمېر ۲میلیارډه او ۹۹۰ میلیونه ښودل شوی دی.