د اردن پاچا عبدالله دوهم بن حسین د فبرورۍ په ۲۵مې نېټې د دې هېواد په پلازمینې عمان کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره کتلي او د غزې د حالاتو او ځينو نورو مسئلو په اړه ورسره غږیدلی دی.
نوموړي ويلي، که اسرائيلي ځواکونه په روژې کې پر غزې بریدونو ته دوام ورکړي، نو د شخړې د پراخېدو خطر به نور هم زیات کړي.
د اردن پاچاهۍ ماڼۍ په يوې اعلامیې کې د عبدالله دوهم په قول ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد په غزې کې د سمدستي او دوامدار اوربند او د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره هلې ځلې وکړي.
نوموړي ويلي، اردن به د غزې خلکو ته دوامدارې بشري او طبي مرستې برابرې کړي.