د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې اتمه غونډه د فبرورۍ د ۲۶مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې تر سره شوه.
په دغې غونډې کې د چین د ملي ولسي کانګرېس د اساسي قانون او قانون کمېټې د مرستيال مدیر لوه يوان کاري راپور وړاندې شوی، چې پکې د دولتي رازونو د ساتنې قانون د طرحې د بيا کتنې د پايلو په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
د دې غونډې يوه مهمه دنده د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې د دوهمې غونډې لپاره چمتووالی ښودل شوی دی.
په دغې غونډې کې د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې د کاري راپور د مسودې په ګډون ځيني سندونه هم څيړل شوي دي.
(ژباړه: شکريه)