د يوې سروې څه باندې ۹۰.۶ سلنه ګډونوال چين يو مهم هېواد بولي
CMG2024/02/26 15:18:19
شريکول:

د چین دولت رئيس شي جین پینګ د اېپېک (APEC) د صنعتي او سوداګریزو مشرانو د تېر ۲۰۲۳م کال په سرمشریزې کې په نړیوال بازار کې د چین لخوا د رامنځته شويو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته يې په اړه مالومات ورکړل.

د چين سي جي ټي اېن(CGTN) او ژن مین پوهنتون د نوي عصر د نړيوالو مخابراتو د څيړنيز انسټيټيوټ له لارې په نړۍ کې د عامه افکارو سروې ترسره کړې، چې ۹۰،۶ سلنه ګډونوال یې چين يو مهم هېواد بولي او له دغه هېواد سره د متقابلو ګټورو همکاريو ژورتيا د خپلو هېوادونو په ګټه يادوي.

د سروې ۸۴.۵ سلنه ګډونوال د چين اقتصاد د نړۍ تر ټولو اغېزمن اقتصاد ګڼي، ۸۱.۹ سلنه ځواب ويونکي يې بيا چين له فرصتونو ډک هېواد يادوي او ۷۵.۶ سلنه ګډونوالو يې بیا هيله ښودلې، چې هېوادونه يې له چين ښې اړيکې وپالي.

(ژباړه: شکريه)