د روسيې په ځينو سيمو کې د ولسمشريزو ټاکنو رايګيري پيل شوه
CMG2024/02/26 10:03:48
شريکول:

تاس اژانس د فبرورۍ په ۲۵مې نېټې خبر ورکړی، چې د روسيې په ځينو ليرو سيمو کې د ولسمشريزو ټاکنو رايګيري په همدې ورځ پيل شوې ده.

خبر وايي، په بهر کې مېشت روسان به د مارچ له لومړۍ نېټې څخه رايه ورکول پيل کړي او د دغو دوو برخو رايګيري به د مارچ په ۱۴مې نېټې پای ته ورسېږي.

د روسيې د ولسمشریزو ټاکنو رسمي رايګيري به د مارچ له ۱۵مې نه تر ۱۷مې نېټې پورې تر سره شي، چې د اوسني ولسمشر ولاديمير پوتين په شمول ۴ نوماندان به پکې سيالي وکړي.

 

( سپوږمۍ)