اسرائيلي ځواکونو د غزې په شمال او جنوب کې ۴۸ کسان وژلي
CMG2024/02/26 10:43:31
شريکول:

فلسطيني رسنيو د فبرورۍ په ۲۵مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په شمالي او جنوبي سيمو کې پر ګڼو سيمو هوايي بريدونه کړي، چې امله يې لږ تر لږه ۴۸  کسان وژل شوي دي.

رسنۍ وايي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په شمال کې پر یوه استوګنځي هوايي برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ورپسې يې د غزې په لوېدیځې غاړې کې ساحلي سړک ته څېرمه پر خلکو بریدونه کړي او لس کسان يې وژلي دي.