د چين حکومتي چارواکو دولت رئيس شي جين پينګ ته خپل کاري راپورونه وړاندې کړل
CMG2024/02/26 15:08:14
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مقرراتو له مخې، د يادې کمېټې د سياسي بيورو او سکرتريت غړي، د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې غړي، د دولتي شورا غړي، د سياسي مشورتي کنفرانس د ګوندي څانګې غړي او د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ د ګوندي څانګې رهبر به هر کال يادې کمېټې او دولت رئيس شي جين پينګ ته د خپلو کارونو راپورونه وړاندې کوي.

په دې وروستیو کې، يادو چارواکو د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له مقرراتو سره سم د ګوند مرکزي کمېټې او دولت رئيس شي جين پينګ ته په ليکلي ډول د خپلو کارونو راپورونه ورکړي دي.

شي جين پينګ ياد راپورونه په دقت کتلي او مهمې اړتياوې يې په ګوته کړي دي.

سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی، چې د څوارلسم پنځه کلن پلان د پلي کولو لپاره يو مهم کال دی.

شي جين پينګ ويلي، چارواکي دې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيه او د ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د دوهمې عمومي غونډې روحيه په بشپړه توګه پلې کړي او د روزنيزو پايلو د پياوړي کولو، د چيني شکله عصري کېدو د پرمخبېولو، د ګوند د مرکزي کمېټې د پرېکړو او ترتيباتو د عملي کولو او د بېلا بېلو دندو د بشپړولو لپاره دې کوښښونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)