کاناډا او ايټاليا په جلا توګه له اوکراين سره د امنيتي همکاريو تړونونه لاسليک کړي
CMG2024/02/26 10:02:54
شريکول:

د اوکراين ولسمشر ويلامير زيلانسکي د فبرورۍ په ۲۴مې نېټې په پلازمېنې کيف کې په جلا جلا توګه د کاناډا له صدر اعظم جستين تروډيو او د ايټاليا له صدراعظمې جيوجيا مېلوني سره د امنيتي همکاريو تړونونه لاسليک کړي دي.

د يادو تړونونو د باور موده لس کاله ښودل شوې، چې په بهیر کې به یې کاناډا او ايټاليا اوکراين ته کليدي او اوږدمهالې امنيتي ژمنه او پوځي او مالي ملاتړ برابروي.

د اوکراين حکومت خبر ورکړی، چې هېواد يې پخوا له برېتانيې، جرمني، فرانسې او ډنمارک سره هم ورته تړونونه لاسليک کړي دي.