سروې: د چين اقتصاد د علمي او تخنيکي نوښت له لارې باکيفيته پرمختګ موندلی
CMG2024/02/26 15:39:47
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن د چين له خلکو پوهنتون سره په ګډې همکارۍ، د نوې زمانې د نړيوالو معلوماتو د خپرولو د څېړنيز انسټيټيوټ له لارې يوه سروې ترسره کړې ده.

د يادې سروې ۸۷،۱ سلنې ګډونوالو د چين هغه کړنه ستايلې، چې د علمي او تخنيکي نوښت له لارې يې اقتصاد ته باکيفیته پرمختګ ورکړی دی.

د دغې سروې ۹۳،۲ سلنه ګډونوالو د چين پياوړی ساينسي او تخنيکي ځواک ستايلی او ۸۴،۹ سلنه ګډونوال يي بيا په دې نظر دي، چې د چين ساينسي او تخنيکي لاسته راوړنو نړيوالې ټولنې ته ګټې رسولې دي.

شمېرې ښيي، چې د چين بنسټيز څېړنيز لګښت په ۲۰۱۲ م کال کې ۴۹ ميليارډه ۹۰۰ ملیونه یوانه و او په ۲۰۲۲ م کال کې دغه شمېر تر ۲۰۲ ميلیارډو ۳۵۰ ملیونو يوانو هم زيات و.

د سروې ۸۵،۴ سلنې ګډونوالو د نوښت په برخه کې د چين ټينګه اراده او پراخه پانګونه هم ستايلې ده.