د اسرائيل او حماس پلاويو د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې د قطر په پلازمېنې دوحه کې له منځګړي لوري سره کتلي او غير مستقيمې خبرې يې کړې دي.
اسرائيلي لوري ویلي، که په غزې کې د اوربند په اړه موافقې ته ورسیږي، نو ځواکونه به يې د بندیانو د خوشې کولو لپاره عمليات ودروي، خو په غزې کې به یې ځمکني پوځي عملیات دوام ومومي.
حماس يې په ځواب کې ویلي، چې د جګړې د دايمي پای ته رسېدو له موافقې پرته به اسرائیلي بندیان خوشې نه کړي.
د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې په دوحه کې د حماس د سياسي بيورو له مشر اسماعيل هنيه سره د غزې د وضعيت او اوربند د موافقې په اړه خبرې کړې دي.
تمیم د فلسطین مسئلې په اړه پر خپل دريځ بیا ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې هېواد يې د فلسطینيانو له مشروع حقوقو او د یوه خپلواک فلسطیني دولت له جوړولو ټینګ ملاتړ کوي.
(ژباړه: شکريه)