د چین سوداګرۍ وزارت د امریکې راپور رد کړ
CMG2024/02/27 10:40:12
شريکول:

د امریکې د سوداګرۍ استازي دفتر څو ورځې مخکې د ۲۰۲۳ کال لپاره د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د چین د ګډون د ژمنو د پلې کېدو په اړه راپور خپور کړی او د ژمنو د پوره کولو په برخه کې يې د چین کوښښونه رد کړي او نیوکې يې پرې کړي دي.

د امریکې د سوداګرۍ استازي دفتر په دغه راپور کې ويلي، چې د چین د اقتصاد او سوداګرۍ نظام او تګلارې د نړیوالې سوداګرۍ پر وړاندې ډېرې ننګونې راپورته کړې دي.

د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د فبرورۍ په ۲۵مې نېټې يوې خبري ناستې کې د امریکې د سوداګرۍ استازي دفتر یاد راپور بیخي بېځایه او له حقیقته لرې بللی او ويلي يې دي، چې امريکا د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د چین د ګډون د ژمنو د پلې کولو په اړه پر سترو خدمتونو سترګې پټې کړي، د چین سوسیالیستي بازاري اقتصادي ابادۍ او د اصلاحاتو او ورخلاصون څرګندې لاسته راوړنې او د څواړخیز سوداګریز نظام او د نړیوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې د چین خدمتونه رد کړي دي.

نوموړي ويلي، چې په دغه راپور کې سپين ته تور او تور ته سپين ويل شوي او د امریکې د یواړخیزم او زورواکۍ بوی ترې پورته کيږي او په خبره يې، چين ورسره کلک مخالفت کوي.