د چین فضایي اداره: سږ کال به شاوخوا ۱۰۰ فضايي دندې ترسره کړي
CMG2024/02/27 11:17:33
شريکول:

د چين د فضايي علومو او ټکنالوژۍ شرکت د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې« د چين د فضايي علومو او ټکنالوژۍ د فعاليتونو ابي کتاب» خپور کړی دی.

په دغه کتاب کې ليکل شوي، چې چين به په روان ۲۰۲۴م کال کې شاوخوا ۱۰۰ فضايي ماموریتونه ترسره کړي او په دې برخه کې به یو نوی ریکارډ جوړ کړي.

ياد کتاب کې ليکل شوي، چين به په روان کال کې د انجينرۍ يو لړ مهم کارونه تر سره کړي، فضايي سټېشن به په نورمال حالت کې وساتي، دوه بار وړونکې فضايي بېړۍ او دوه انسان وړونکې فضايي بيړۍ به فضا ته وليږي او د بېرته راستنيدو دوه ماموريتونه به يې بشپړ کړي، د سپوږمۍ اکتشاف۴مه پړاويزه پروژه به چټکه کړي، د چوي چياو ۲م سپوږمکۍ او د چانګ عه ۶مه اکتشافي دستګاه به فضا ته وليږدوي، د سپوږمۍ له ايتکن حوزې څخه به ازمويښتي خاوره ځمکنۍ کرې ته ورسوي او د لېرې کنټرول سپوږمکيو د نوي سيسټم د جوړولو دنده به ګړندۍ کړي.

(ژباړه: شکريه)