ډنمارک: د نورډ سټريم د طبيعي ګازو نلليکې د چاودنې په اړه به څېړنې پای ته ورسوي
CMG2024/02/27 10:17:49
شريکول:

د ډنمارک پوليسو د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې خبر ورکړی، چې د نورډ سټريم د طبيعي ګازو د نلليکې د چاودنې په اړه به څېړنې پای ته ورسوي.

خبر وايي، د څېړنې پایله د دې ښکارندويي کوي، چې ياده نلليکه په قصدي ډول ويجاړه شوې، خو مالومات يې کافي نه دي بللي، چې په اړه يې جنايي دعوا وړاندې کړي.

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر ډيميټري پيسکوف د ډنمارک د ياد اعلان په اړه افسوس څرګند کړی او لامل يې د دغه هېواد له متحدينو سره تړلی بللی دی.

نوموړي ويلي، روسيې څو څو ځلې له ډنمارک څخه غوښتي، چې د يادې پېښې په تړاو څېړنيز مالومات  رسنيز او له نړيوالو سره شريک کړي، خو ډنمارک يې غوښتنې رد کړې دي.