د تجارت نړیوال سازمان د وزيرانو ۱۳مه غونډه په عربي متحده امارات کې پرانيستل شوه
CMG2024/02/27 14:21:14
شريکول:

د تجارت نړیوال سازمان د وزيرانو ۱۳مه غونډه د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې د عربي متحده امارات په پلازمېنې ابوظبۍ کې پرانيستل شوه، چې ۴ ورځې به دوام ولري.

ټاکل شوې، د غونډې ګډونوال به د خپلمنځي توپيرونو د حل د ميکانيزم د اصلاح،‌ د کب نيونې چارو ته د مالي مرستو، د زراعتي چارو او خواړو د امنیت،‌ پرمختګ او برېښنايي سوداګرۍ په اړه بحثونه وکړي.

د عربي متحده امارات د بهرنیو سوداګريزو چارو وزير ثاني بن احمد الزيودي د يادې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې دغه غونډه د بېلا بېلو خواوو لپاره د راتلونکي تجارت لپاره ګډ فرصتونه برابروي.

د تجارت نړیوال سازمان عمومي مديرې نګوزي اوکونجو اويلا يادې غونډې ته ويلي، چې د تجارت نړيوال سازمان بايد دوامدار اصلاح او پياوړی شي، د خدمتي او ډيجټلي تجارت پټ توان يې باید پيدا او د تجارت زرغون بهير يې باید چټک شي او د نړیوالو همکاريو له لارې باید ګډې موخې ته ورسيږي.

د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې کومورو او ختيځ تيمور ته د تجارت نړيوال سازمان کې رسمي شموليت ورکړل شوی، چې په دې سره د دغه سازمان د غړيو هېوادونو شمېر له ۱۶۴ څخه ۱۶۶ ته پورته شو.