د اردن پاچا پر عربي هېوادونو غږ کړی، چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره همغږې هڅې وکړي
CMG2024/02/27 10:29:42
شريکول:

د اردن پاچا عبدالله الثاني بن الحسين د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې د عربي او نړيوالو اړيکو شورا له يوه پلاوي سره کتلي او د فلسطين او اسرائيل تر منځ د شخړې د وروستي وضعيت او احتمالي اغېزو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

پاچا عبدالله دویم ويلي، د غزې تړانګه سمدستي اوربند، د عامو وګړو خوندیتوب او کافي او دوامدارو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي د "دوه دولتونو لايحې" پر بنسټ د فلسطین او اسرائیل تر منځ د شخړې د پای ته رسولو او د سیاسي امکاناتو د موندلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د عربي او نړیوالو اړیکو شورا ویلي، عربي هېوادونه باید په غزې تړانګې کې د بيړني اوربند او د فلسطین مسئلې ته د سیاسي راتلونکي د موندلو لپاره له یو بل سره همغږي او له بهرنۍ نړۍ سره اړیکو ته دوام ورکړي.

(ژباړه: شکريه)