د پسرلني اختر په موده کې تود کلتوري او سیلانیز بازار
CMG2024/02/27 16:27:01
شريکول:

د پسرلني اختر په موده کې تود کلتوري او سیلانیز بازار

د ۲۰۲۴م کال په پيل کې د چين د کلتوري او سيلانیزو چارو بازار ډېر تود او د هرکلي وړ و، چې په دې موده کې مینوالو زیات پېر او پلور وکړ او د مصارفو یوه عمده هڅونه وشوه. د پسرلني اختر په اته ورځنۍ رخصتۍ کې په ټول هېواد کې د مسافرينو ۲ميليارډ ۳۱۱ميليونه ځل تګ راتګ شوی، چې عمده موخه يې له کورنيو غړو سره راټولېدل او سيلانيز سفرونه دي.

د چين د کلتوري او سيلانیزو چارو وازرت د شمېرو له مخې، په ياده موده کې د سيلانيانو شمېر ۴۷۴ ميليونه او عمومي مصرفي ارزښت له ۶۳۰ميليارډ يوانو څخه اوښتی و، چې تېر ته په کتو یې نوی ريکارډ جوړ کړی.