د هنګري پارلمان په ناټو کې د سویډن ګډون تصويب کړ
CMG2024/02/27 15:07:54
شريکول:

د هنګري پارلمان د فبرورۍ په ۲۶ مې نېټې په ناټو کې د سویډن ګډون په ۱۸۸ موافقو او ۶ مخالفو رایو سره تصویب کړی دی.

ټاکل شوې، د هنګري ولسمشر سولیوک ټاماس به ډېر ژر په ناټو کې د سویډن ګډون رسماً لاسليک کړي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې زور واخيست، چې په دې سره سویډن او فنلنډ په پوځي اتحاد کې له نه ګډون پالیسۍ لاس واخیست او د همدې کال په مې کې يې ناټو ته وړانديز وکړ، چې د دغه سازمان غړيتوب ورکړي.

 فنلنډ د ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې د ناټو غړيتوب تر لاسه کړ، خو سويډن نه و توانيدلی، چې د ناټو د ټولو غړو باور خپل کړي.

امریکا او د ناټو متحدینو په دې وروستیو کې د هنګري پر پارلمان فشار راوستلی، چې په ناټو کې د سويډن ګډون ته منظوري ورکړي.