امريکا د نړيوالې سوداګرۍ لويه ننګونه ده
CMG2024/02/27 14:44:21
شريکول:

د امريکا حکومت د سوداګرۍ مرکچو دفتر څو ورځې دمخه د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د شاملېدو په وخت کې د چين د کړو ژمنو د پوره کولو په اړه د ۲۰۲۳ کال رپوټ خپور کړ، پکې يې د چين اړوندې لاسته راوړنې رد کړې او د چين اقتصادي او سوداګريز نظام او تګلارې يې نړيوالې سوداګرۍ ته سترې ننګونې بللې دي. دغه راز امريکايانو په ياد رپوټ کې پر چين زيات تورونه لګولي دي. خو حقيقتونه برعکس ښکاري.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د شاملېدو په وخت د چين د کړو ژمنو د پوره کولو حالت څنګه ارزول کېږي؟ امريکايي لوري د سوداګرۍ نړيوال سازمان عيني ارزونې، په دغه نړيوال سازمان کې د چين د شاملېدو پروتوکول او په اړوند کاري ګروپ کې د چين د شاملېدو رپوټ ته خپلې سترګې پټې کړې او پخپله خوښه يې يو معيار جوړ کړی دی.

شنونکي دې ته اشاره کوي، امريکايي لوري د چين په ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي بازاري نظام کې پوره بدلونونه د چين د اړوندو کړنو د ارزونې معيار په توګه ټاکلي او په دې نظر دي چې چين بايد د امريکايي غوښتنو په رڼا کې پر خپل نظام اصلاحات تر سره کړي. له دې څخه د امريکايي لوري بد نيت څرګندېږي.

د امريکايي رپوټ محتوياتو ته په کتو، امريکا د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د شاملېدو په اړه د خپلو ژمنو د پوره کولو په چارو کې د چين له لخوا نيول شوي اقدامات او ستر پرمختګونه له پامه غورځولي دي. چين په تېر ۲۰۲۳ کال کې له نورو پرمختيايي هېوادونو مخکې د کب نيونکو چارو ته د مالي مرستې تړون منظور کړی، د پانګونې د اسانه کېدو تړون متن د مذاکراتو لارښوونه يې کړې او د نړيوالې ډيجیتلي سوداګرۍ د قواعدو په اړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان د ځينو برخو مذاکراتو بشپړول يې پرمخ بېولي دي. چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې له شاملېدو راهيسې د ګمرکي مالياتو خپله عمومي سويه د ۲۰۰۱ کال له ۱۵.۳ سلنې څخه د ۲۰۲۳ کال ۷.۳ سلنې ته راټيټه کړه، پر کرنيزو محصولاتو ګمرکي ماليات يې د ياد نړيوال سازمان له نورو پرمختيايي او پرمختللو غړو نه ډېر کم ساتلي دي او د خپلو کړو ژمنو له مخې يې وارداتي محدوديت، وارداتي جواز او ځانګړې داوطلبۍ په ګډون يو لړ غير مالياتي تدبيرونه يې پوره لغوه کړي دي.

پر دې سربېره، چين هم پخپله د وارداتو منفي ليست په اړه نړيوال پرمختللی اداري نظام په خپل هېواد کې تطبیق کړی او پر بهرنيو پانګونو يې محدوديتونه پر له پسې کم کړي دي.

د امريکايي لوري په ياد رپوټ کې د چين مناسبې سوداګريزې تګلارې د اقتصادي ګواښونو په توګه بلل شوې او راغلي چې د امريکايي بنديزونو پر ضد د چين اړوند اقدامات د اقتصادي اړيکو د پرېکون په موخه دي. دا بيخي دروغ او جعلي معلومات دي چې د امريکا خپله توطيه ترې ښکاري.

د بهرنيو خبري رسنيو د خبر له مخې، د امريکا سوداګرۍ وزارت د ۲۰۲۳ کال په پای کې د چين SMIC(Sinoconductor manufacturing International Cooperation) ګروپ امريکايي همکارانو ته لسګونه پيغامونه واستول او ترې يې غوښتنه کړې چې SMIC ګروپ ته د توکو برابرول قطع کړي. نو د اقتصادي ګواښ جوړوونکی څوک دی؟ دغه پوښتنې ځواب څرګند دی. امريکا هم په مختلفو پلمو پر نړيوالې سيالۍ توان لرونکو چيني تصديو فشارونه راوړي او څه باندې زر چيني تصدۍ يې د بنديز په تور ليست کې شاملې کړې دي. دغه راز امريکا تر اوسه پورې پر کابو ۴۰ هېوادونو يواړخيز اقتصادي بنديزونه لګولي او د نړۍ نژدې نيمه برخه نفوس تر امريکايي بنديزونو لاندې ژوند کوي. امريکايي حکومت د امنيت په پلمه د اقتصادي، سوداګريزو او تخنيکي اړيکو پرېکون په موخه خپلې تګلارې پلې کړې او کوي يې چې د نړيوال اقتصاد د بيا اعاده کېدو ته ستر ګواښونه جوړوي.

يو لړ حقيقتونه ثابتېږي چې چين نه يوازې خپلې کړې ژمنې عملي کړې، بلکې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د قواعدو، د اقتصاد او سوداګرۍ نړيوال سيستم کې د سالمو اصلاحاتو غوره ساتونکی او پرمخ بېوونکی پاتې دی. دغه راز چين د څواړخيزم رښتينی پلې کوونکی دی. لکه څنګه چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې مېرمن نګوزي اوکونجو ايويلا(Ngozi Okonjo-Iweala)ويلي، چين د خپلو قانوني حقونو د ساتلو تر څنګ هم د نورو غړو دريځونه په پام کې نيولی شي.