د فلسطين اژانس د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر محمود عباس په همدې ورځ د صدراعظم محمد ابراهيم او د ده حکومت استعفا منلې او له کابېنې يې غوښتي، چې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
محمد ابراهيم په همدې ورځ په حکومتي کاري غونډې کې د ده په مشرۍ د حکومت د استعفا اعلان کړی او محمود عباس یې استعفا منلې ده.
نوموړي د خپلې استعفا لامل په غزې سيمې کې د شخړې او رامنځته شويو سياسي، امنيتي او اقتصادي مسئلو او د بيت المقدس او د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې د وضيعت خرابېدو سره تړلی یاد کړی دی.