د چاپېريال په اړه د ملګرو ملتونو ۶مه غونډه پرانېستل شوه
CMG2024/02/27 10:18:21
شريکول:

د ملګرو ملتونو د چاپېريال ۶مه غونډه د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې د کينيا په پلازمېنې نايروبي کې پرانېستل شوه، چې د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې به دوام ولري.

د مالوماتو له مخې، په دغې غونډې کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو شاوخوا ۴ زرو استازو برخه اخيستې، چې د څواړخيزم په چوکاټ کې د نړيوالې ايکولوژۍ او چاپېريال د ادارې په اړه به هر اړخيز بحثونه وکړي.

د دغې غونډې مشرې ليلا بېنالي پرانيستونکو مراسم ته په وينا کې چاپېريال د اقتصاد او ټولنې بنسټ بللی او په خبره یې، د غونډې برخه وال به د يووالي، ټولشموليت او څواړخيزم تدبيرونه وهڅوي او د چاپېريال درې مهمې مسئلې(د اقليمي بدلون، د بيولوژيکي تنوع کمښت او د چاپيريال ککړتيا) به حل کړي.