د جاپان د توکيو برېښنا شرکت د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې سمندر ته د فوکوشيما د لومړي اټومي برېښنا کوټ د ککړو اوبو د ايستنې څلورم پړاو پيل کړی، چې اندازه يې له ۷ زرو او ۸ سوو ټنو زياته ښودل شوې ده.
د جاپان حکومت د ۲۰۲۱م کال د اپرېل په ۱۳مې نېټې پرېکړه وکړه، چې د ياد برېښناکوټ اټومي ککړې اوبه به تر پروسېس وروسته سمندر ته خوشې کړي، خو نړيوالې ټولنې پرې سخت غبرګون وښود او د جاپان ياده پرېکړه يې وغندله.
جاپان د نړيوالې ټولنې اندېښنې له پامه وغورځولې او د ۲۰۲۳م کال د اګست په ۲۴مې نېټې يې سمندر ته د فوکوشيما د لومړي اټومي برېښنا کوټ ککړې اوبه خوشې کړې.