د اردن وسله والو ځواکونو د فبرورۍ په ٢٧مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ يې په الوتکو کې د فلسطين غزې تړانګې ته مرستندویه خوراکي توکي رسولي دي.
اعلاميه وايي، د اردن د شاهي هوايي ځواک درې الوتکې او د متحده عربي امارات، مصر او فرانسې درې الوتکې د اردن پلازمېنې عمان کې د عبدالله دوهم هوايي ځواک اډې څخه غزې ته مرستندويه خوراکي توکي ليږدولي دي.