چين د نړۍ د بشري حقونو چارو د سالم پرمختګ لپاره نوې مرستې کوي
CMG2024/02/28 10:33:08
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۵مه غونډه په دې وروستيو کې ترسره شوه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۲۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بشري حقونو مسئلې د بحث لپاره د م م اصلي پلاټفارم دی.

نوموړې اوسنی نړيوال  وضعيت کړکېچن ياد کړی او په خبره يې، د ټولو اجماع، يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري.

ماو نينګ ويلي، چين د بشري حقونو شورا چارو ته لوړ اهميت ورکوي، په بحثونو کې يې فعال ګډون لري او د بشري حقونو مسئلې په اړه د ټولو خواوو ترمنځ رغنده خبرې او همکارۍ به پياوړې کړي او د بشري حقونو د نړیوالې ادارې د لا منصفانه، عادلانه او معقول پرمختګ لپاره به کوښښونه وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۵مې غونډې ته ويډيويي وينا کړې ده.

نوموړي د بشري حقونو ساتنه او پرمختګ د ټولو انسانانو ګډه دنده بللې ده.

(ژباړه: شکريه)