په داخلي مغولستان کې د چین د څوارلسمې دورې ژمنۍ سپورټي لوبې پای ته ورسېدې
CMG2024/02/28 13:09:21
شريکول:

د چین د څوارلسمې دورې ژمنۍ سپورټي لوبې د فبرورۍ په ۲۷مې نېټې د داخلي مغولستان په خولونبور ښار کې پای ته ورسېدې.

په دغو لوبو کې د ټول هېواد د ۳۵ پلاویو څه باندې ۳۰۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه او غوره لوبغاړو پکې عموماً ۹۹ طلايي مډالونه ترلاسه کړي دي.