چین: لوی هېوادونه باید د سوریې پر وضعيت د فلسطین او اسرائيل د شخړې د اغېزو مخه ونيسي
CMG2024/02/28 11:01:12
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي مرستیال استازي دای بینګ د فبرورۍ په ۲۷مې نېټې د سوریې د سیاسي او بشري مسئلو په اړه د امنیت شورا پرانیستې غونډې ته ويلي، چې اړوندې خواوې دې د سوریې پر وضعیت د فلسطین او اسرائیل د شخړې د پراخیدو اغیزې کنټرول کړي.

دای بینګ ویلي، اسرائیل په تېرو څلورو میاشتو کې له اشغال شويو ګولان لوړو څخه د سوریې پر ډېرو ځایونو هوایي بریدونه کړي دي.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړې او پر ټولو خواوو يې غږ کړی، چې زغم ولري او د تاوتريخوالي له زياتېدو ډډه وکړي.

دای بینګ زياته کړې، چې له سیمې بهر لوی هېوادونه باید د وضعیت په ارامولو او د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.