چين: ټول هېوادونه باید د پوځي تجهيزاتو د کنټرول او د بې وسلې کولو نړيوال بهیر ته وده ورکړي
CMG2024/02/28 14:43:51
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د پوځي تجهيزاتو د کنټرول څانګې مشر سون شياو بوه د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې په ژنيو کې د بې وسلې کولو د نړيوال بهیر د مذاکراتو په لوړ پوړې غونډې کې له بېلابېلو خواوو غوښتي، چې د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د جوړونې په پار د پوځي تجهيزاتو د کنټرول او د بې وسلې کولو نړیوال بهير ته وده ورکړي.

نوموړي ويلي، اوسنی نړیوال ستراتيژيک امنيتي وضعیت له نويو ننګونو سره مخامخ دی او اړتيا ده، چې بېلا بېلې خواوې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې لپاره هڅې وکړي او نړيوال څواړخيزتوب او د اقتصاد نړيوال کېدل پراخ کړي، څو امنیتي بحران حل او ګډې ګټې ترلاسه شي.