د چین او عربي متحده اماراتو د اقتصاد او سوداګرۍ د ګډې ټولنې ۸مه غونډه ترسره شوه
CMG2024/02/28 13:07:55
شريکول:

د چین او عربي متحده اماراتو د اقتصاد او سوداګرۍ د ګډې ټولنې ۸مه غونډه د فبرورۍ په ۲۷مې نېټې په ابوظبۍ کې ترسره شوه.

د غونډې ګډونوالو د دواړو هېوادونو د مشرانو د اجماع د پلې کولو او د کمربند او لارې د باکیفیته ګډې جوړونې په اړه د نظریو تبادلې کړې دي.

سږ کال د چین او عربي متحده اماراتو ترمنځ د اړیکو د ټينګېدو ۴۰مه کلیزه ده.

د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو یادې غونډې ته ویلي، د چین او عربي متحده اماراتو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، د دواړو هېوادونو د مشرانو په لارښوونې پر له پسې پرمختګ موندلی دی او په خبره یې، چين به له اماراتو سره د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ نوی شکل جوړ کړي.

د عربي متحده اماراتو د اقتصادي چارو وزیر عبدالله بن طوق المعري د اماراتو او چین ترمنځ اړیکې ډېرې نږدې بللي او دوه اړخیزې همکارۍ یې لاسته راوړنې لري.

المعري باور ښودلی، چې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په رڼا کې به د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ نورې هم نږدې او روښانه شي.

دواړو خواوو تر غونډې وروسته د ډیجټلي اقتصاد په برخه کې د پانګونې او همکاريو سندونه لاسلیک کړي دي.