اسرائيل کې له ۲۰۱۸م کال وروسته په لومړي ځل سیمه ییزې ټاکنې ترسره شوې
CMG2024/02/28 10:17:37
شريکول:

اسرائيل د فبرورۍ په ۲۷مې نېتې سيمه ييزې ټاکنې تر سره کړې.

مالومات ښيي، چې د اسرائيل ۷ ميليونو رايه ورکوونکو د دغه هېواد په څه باندې ۲۰۰ ښارونو او ښارګوټو کې د اداري مشرانو او د سيمه ييزو کمېټو غړو ته رايې ورکړې دي.

د رای مرکزونه د ۲۷مې نېټې د سهار په ۷ بجو پرانيستل شوي وو او خلکو د شپې تر ۱۰ بجو پورې د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورکوله.  

په دغو سيمه ييزو ټاکنو کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ نوماندانو برخه اخیستې وه او تمه ده، چې پایلې به يې نن(۲۸مه نېټه) اعلان شي.

دا په اسرائیل کې له ۲۰۱۸م کال وروسته لومړنۍ سیمه ییزې ټاکنې دي.

د تېر کال په اکتوبر کې د فلسطین او اسرائيل ترمنځ جګړه پېل شوې، چې له امله يې د اسرائيل سیمه ییزې ټاکنې دوه ځلې ځنډېدلې دي.

(ژباړه: شکريه)