ولې دومره زياتې بهرنۍ تصدۍ په چين کې پانګونې کوي
CMG2024/02/28 15:06:14
شريکول:

د روان ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې د جرمني والکسوېګن(Volkswagen)ډلې د څېړنې او پرمختګ تر ټولو لوی بهرني مرکز په چين کې خپل کاروبار پيل کړ. د دغې سترې پروژې په کار کولو سره به چې پانګونه يې کابو ۱ میليارډ يورو ته رسېږي، د واکسوېګن ډلې له لوري د توليداتو د څېړنې او پرمختګ مؤثريت تر زياتې اندازې پورې لوړ شي، بلکې د سربيو په جوړښت کې به يې ښه والی راشي. په چيني زون کې د دغې ډلې مشر رالف برېند سټېټير(RalfBrandstaetter) په دې اړه ويلي چې موږ اوس د چين په ځانګړي توليدي سيستم کې په شاملېدو بوخت يو او په لا چټکۍ سره به د چيني مصرفوونکو د اړتياوو سره سم پر نويو توليداتو څېړنه او پرمختګ وکړو.

بهرنۍ پانګونه د چين او نړۍ د ګډې اقتصادي سمسورتيا او پرمختګ ستره هڅوونکې ښکارنده ده. د چين دولتي شورا څو ورځې دمخه په يوه نوبتي غونډه کې دا ټاکلي چې د بهرنيو پانګونو ثابت راجلبول به د روان کال د اقتصادي چارو مهم او عمده ټکي وي او د لا زياتو بهرنيو پانګونو د راجلبولو او کارولو په موخه به نورې اغېزناکې تګلارې او اقدامات به پلي کړي. د چين حکومت د يو لړ تازه شمېرو له مخې، د روان ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې دغه هېواد کې ۴۵۸۸ نوې تصدۍ په بهرنيو پانګو جوړې شوې دي. دا شمېر د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په پرتله ۷۴.۴ سلنه زياتوالی ښیي. له دې څخه ښکاري، که څه هم د نړيوال اقتصاد پرمختګ ورو شوی او په ټوله نړۍ کې د بهرنيو پانګونو حالت کمزوری دی، خو چين لا تر اوسه هم د بهرنيو پانګونو غوره انتخاب پاتې دی.

په ۲۰۲۲م کال کې په ټوله نړۍ کې د بهرنيو پانګو عمومي اندازه کې ۱۳.۸سلنه کموالی راغلی دی. په ځانګړي توګه په پرمختللي هېوادونو کې د بهرنيو پانګو د کمولو انډول هم ۱۷.۱ سلنې ته رسېدلی دی. په داسې حال کې چين په خپل هېواد کې د بهرنيو پانګو اندازه عموماً لوړه ساتلې ده چې دا اسانه کار نه و.

په عمومي توګه د چيني بازار ستر پرمختيايي فرصتونه او د پرمختګ بالقوه توان د بهرنيو تصديو په ګټه دی. سربېره پر دې، که د بهرنيو پانګونو جوړښت ته وګورو، د روان کال په جنورۍ کې د چين د عالي ټکنالوژیکو چارو د ۳۹.۱۶ میليارډنو يوانو بهرنۍ پانګونې ځان ته راجلب کړې. دا شمېر د چين له لوري د راجلبوونکو بهرنيو پانګونو د عمومي شمېر په سلو کې ۳۴.۷ برخه نيولې ده. د چين په باکيفيته پرمختګ سره په دغه هېواد کې بهرنۍ پانګونې هم پر له پسې خپل غوره والی مومي.

د بهرنيو پانګونو ته په کتو د روان کال په جنورۍ کې په چين کې د لوېديځو هېوادونو پانګونې تر ډېرې اندازې پورې زياتې شوې دي. له دې جملې څخه د فرانسې او سويډن پانګونې په جلا جلا توګه ۲۵ او ۱۱ ځلې زياتوالی موندلی دی.

نو ولې دومره زياتو بهرنیو تصدیو په چين کې خپلې پانګونې پراخې کړې؟

د برېټانيا HSBC ډلې د يوې سروې له مخې، د سروې ۸۷٪ بهرنۍ تصدۍ په چين کې د خپلو چارو د پراخوالي نيت لري او لاملونه يې د چيني اقتصاد دوامداره بيا سمسورتيا، د ستر بازار توافق او بشپړ او پوخ برابروونکي ځنځيرونه دي.

دغه راز د چين د سوداګرۍ هڅوونکې ټولنې د تازه راپور له مخې، کابو ۷۰ سلنه بهرنۍ تصدۍ په راتلونکو ۵ کلونو کې پر چيني بازار خوشبينې دي او څه باندې ۹۰ سلنه بهرنيو تصديو په اند په چين کې د دوی ګټې په راتلونکو ۵ کلونو کې ښې او زياتې شي.

شنونکي وايي، چين به د اړوندو تګلارو په پلې کېدو سره لا زياتې بهرنۍ پانګونې ځان ته راجلب کړې دي.