د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د حکومتي کاري راپور د بحث لپاره غونډه تر سره کړه
CMG2024/02/29 19:52:16
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د حکومتي کاري راپور د مسودې د بحث لپاره يوه غونډه تر سره کړه، کوم چې د دولتي شورا لخوا به د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس دوهمې غونډې ته وړاندې شي. د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه.

په دې غونډې کې ياد شوي، چې پروسږ کال ګوندي څانګو او د بېلا بېلو قومونو وګړو د دولت رئيس شي جین پېنګ تر مشرتابه لاندې له پېچلي نړيوال وضعيت سره سره او د اصلاح، پرمختګ او ثبات د هڅولو په برخو کې د ډېرو ستونزو په لرې کولو سره د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ دندې په بريالي ډول بشپړې کړې دي، دغه راز چين د يوه عصري سوسياليستي هېواد د جوړولو په لاره کې خپل کلک ګامونه پورته کړي دي.

په دې غونډې کې پر دې ټينګار شوی چې سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی او سږني کارونو کې دې د ثبات ساتنې پر بنسټ پرمختګ وموندل شي.