د چیو شه مجله به د شي جین پينګ مهمه لیکنه خپره کړي
CMG2024/02/29 17:35:30
شريکول:

د چین د چیو شه په نوم مجله به د مارچ په لومړۍ نېټه د شي جين پينګ مهمه لیکنه خپره کړي چې عنوان یې دی، ولسي سیاسي مشورتي چارې  دې پياوړې شي او  مشورتي ډیموکراسي دې هراړخیز پرمختګ ومومي.

په دغه لیکنه کې راغلي، د چین کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د څو ګوندونو د همکارۍ او سیاسي مشورتي نظام د دغه هېواد یو بنسټيز سیاسي نظام په توګه  د چین له واقعي حالت سره سمون لري. د چین کمونېست ګوند تر اتلسم ملي کانګرس وروسته د ولسي سیاسي مشورتي چارو په اړه یو لړ نوې غوښتنې وړاندې کړې. موږ باید په نویو حالاتو کې د ولسي سیاسي مشورتي نظام ټينګار وکړو او دغه چارې دې لا نورې ښې ترسره کړو څو ډېر زیات خلک د کمونېست ګوند په اډانه کې شامل او ودرېږي.