د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د فبرورۍ په ۲۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې امريکا بايد په کور دننه د اسرائيلي سفارت مخې ته د خپل سرتېري ځان ته د اور اچونې او ځان وژنې پړه پر غاړه واخلي.
اعلاميه وايي، دغه پېښه د غزې پر شخړې د امريکايانو د مخ زياتيدونکي قهر ښکارندويي کوي.
د امريکا د هوايي ځواک يوه سرتېري د روانې مياشتې په ۲۵مې نېټې په پلازمېنې واشينګټن کې د اسرائيلي سفارت مخې ته ځان اور واچوه او په دې سره يې په غزه کې د اسرائيلي پوځي عملياتو په اثر فلسطينيانو ته د زياتې مرګژوبلې له اوښتو سره احتجاج څرګند کړی دی.
دغه سرتېری بیا نژدې روغتون ته وړل شوی و، خو په ۲۶مې نېټې يې د سختې سوځېدنې او ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
( سپوږمۍ)