لاچي مېوه اوس د يو کال مودې لپاره زېرمه کېدای شي
CMG2024/02/29 11:10:40
شريکول:

د روان کال د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د چین په زیاترو سیمو کې لاهم ژمی و، خو د ګوانګ دونګ ولایت د صنعتي ساینس او ټېکنالوژۍ د ګډ پرمختګ د لاسته راوړنو نندارتون ته نندارچیانو په دغه ځای کې تازه لاچي وخوړل. لاچي د اوړي په فصل کې يو ډول مېوه ده، خو اوس کېدای شي د يوه کال په موده زېرمه او وساتل شي. دا د نوي کیفیت لرونکي توليدي ځواک د پرمختګ نتیجه ده.

موږ پوهېږو چې لاچي يوازې په لنډه موده کې ساتل کېږي او په پخوانیو وختونو کې، د چین په شمال کې امپراتورانو د تازه لاچیو د خوړلو او ساتلو لپاره ډېرې لارې ازمویلې وې. حتی په اوسنیو وختونو کې له ۴۰ ورځو څخه زیات د لاچیو ساتل ستونزمن کار دی. دغه راز د جنوبي چین کرنیز پوهنتون پروفیسرانو له اړوندو څېړنیزو ټیمونو سره تر ۵ کلنې څېړنې وروسته، د پرمختللي الټرا ټیټ تودوخې یخولو او تازه کولو ټېکنالوژۍ په پلي کولو سره د لاچيو د پایښت او خوندیتوب یوه کال ته وغزاوه. 

له ۲ یا ۳ ورځو څخه تر ۴۰ ورځو پورې، او بیا تر یو کال پورې، موږ په عصري پرمختللې ټېکنالوژۍ تکیه کوو څو په ۴ فصلونو کې لاچي وساتل شي او د لاچي صنعت په عمومي توګه پرمختګ موندلی دی. اوس په چین کې د لاچيو د برابرولو حالت ډېر باثباته دی او د پلورلو بازار يې هم لا پراخ شوی دی.

د بزګرانو او پېرودونکو لپاره، د لاچیو د لېږدولو په برخه کې د عصري لوژستیک چارو وده هم ډېره مهمه ده. د بنسټیزو تاسیساتو د ځیرکتیا بهیر چټک شوی او د نوي نسل معلوماتي ټېکنالوژۍ کارول ګړندي شوي چې د لوژستیک چارې د لوړ کیفیت پرمختګ لپاره قوي بنسټ برابر کړی دی.

د ګوانګ دونګ د ولايتي کمېټې منشي هوانګ کون مينګ دې ته اشاره وکړه چې د صنعتي ساینس او ټېکنالوژۍ نوښت هڅول او نوي کیفیت لرونکي توليدي ځواک پرمختګ د ګوانګ دونګ ولایت لپاره ستراتيژيکې او اوږدمهاله تګلارې دي. په راتلونکي کې، ګوانګ دونګ ولایت به د نوښت له لارې د اقتصادي ودې د کيفيت د ښه کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، د ټېکنالوژۍ په مرسته به موجود توليدي ځواک اصلاح کړي او نوی کیفیت لرونکي توليدي ځواک به جوړ کړي.

هر کال د پسرلني اختر له رخصتۍ وروسته، د چین د بېلا بېلو ځايونو حکومتونه د کاري پلانونو او لومړيتوبونو د جوړولو او د نوي کال د کارونو د لارښوونې لپاره يوه مهمه غونډه ترسره کوي او خپل کاري راپور وړاندې کوي.

د شمېرنې له مخې، روان کال د چین د بېلا بېلو ولایتونو او خپلواکو اداري سیمو له ۳۱ ځايي حکومتونو څخه ۲۹ يې په کاري راپورونو کې «د نوي کیفیت لرونکي تولیداتي ځواک» یادونه کړې ده.د بېلا بېلو ځایونو له کاري موخو څخه هم لیدل کېږي چې د "کیفیت" اهمیت ورځ تر بلې په ډېرېدو دی. د بېلګې په توګه، د شانګهای ښار سیمه ییز حکومت وړاندیز کړی، چې په ۲۰۲۴م کال کې د ساینس او ټېکنالوژۍ د څېړنې او پرمختګ لګښتونه باید د کورنیو تولیداتو عمومي ارزښت ۴،۵ سلنه برخه ونیسي. سربېره پر دې، د جه جیانګ ولایت حکومت وړاندیز کړی چې د لویو پيمانه لرونکو صنعتي تصدیو د ډیجیټلي کېدو کچه باید ۸۵ سلنې ته لوړه شي.

په اوس وخت کې، چين د لوړو او نویو تخنیکونو په توليدي چارو کې لاهم له ستونزو سره مخامخ دی چې کليدي اصلي ټېکنالوژي يې په نورو هېوادونو تکیه کوي او د نوي کیفیت لرونکي توليدي ځواک عمومي سویه بايد ښه شي. د دې ستونزو په وړاندې، د چین بېلا بېل ځایونه د ستراتیژیکو نویو صنعتونو او راتلونکو صنعتونو باندې تمرکز کوي او د معلوماتي شبکو، د ژوند ساينس او نوې انرژۍ په شمول یو لړ کلیدي برخو کې ځای پرځای کوي او په عین وخت کې يې د ډیجیټل، مصنوعي ځیرکتیا او زرغون چارو اصلاحاتو ته وده ورکوي. په راتلونکي کې، په فعاله توګه د نوي کیفیت لرونکي تولیدي ځواکونو کارول به د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره لازیات فرصتونه برابر کړي.