د چين صدر اعظم د امريکا د سوداګريزې ټولنې له پلاوي سره وکتل
CMG2024/02/29 10:50:37
شريکول:

د چين صدر اعظم لي چيانګ د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د امريکا د سوداګريزې ټولنې د مشرې او لومړې اجرائيوي رئيسې کلاک په مشرۍ له پلاوي سره کتلي دي.

صدر اعظم لي چيانګ له ياد پلاوي سره د کتنې په ترڅ کې ويلي، د چين او امريکې د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پياوړتيا دواړو هېوادونو ته ګټې رسوي او د اړيکو پرېکون او وړوکی انګړ او لوړ ديوال تګلارې يې له ګټو سره سمون نه لري.

نوموړي په اشارې ويلي، چين غواړي له امريکا سره د دواړو هېوادونو مشرانو مهمې موافقې پلې کړي او دوه اړخيزو اړيکو ته يې سالم او ثابت پرمختګ ورکړي.

هغه په چين کې د امريکايي تصديو د پانګونې هرکلی کړی دی.

د امريکا د سوداګريزې ټولنې مشرې کلاک په خپلو خبرو کې د امريکا او چين اړيکې خورا مهمې بللې او په خبره يې، د دواړو هېوادونو د اړيکو پرېکون د عملي کېدو وړ نه دی او زياته کړې يې ده، د امريکا سوداګريزه ټولنه به په ښه شان رول ولوبوي، د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو او د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د ژورتيا په پار به کارونه وکړي، څو د امريکا او چين اړيکې ثابت پرمختګ وکړي.