شي جين پينګ د سيراليون ولسمشر سره وکتل
CMG2024/02/29 10:49:04
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۲۸مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په تالار کې د سيراليون له ولسمشر جوليوس ماډا بيو سره ليدلي او پر يو لړ مسئلو يې ورسره خبرې کړې دي.

شي جين پينګ له ماډا بيو سره په خبرو کې هيله څرګنده کړې، چې چين او سيراليون په لوړې سويې خپلمنځي متقابل سياسي باور وساتي، د متقابلو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ پرمخ بوزي، په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې همغږي پياوړې کړي او خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ ورکړي.

د چين او سيراليون اړوندو ادارو د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ، کرنيز او اقتصادي پرمختګ او د نړيوال پرمختګ وړانديز د پلي کېدو په شمول څو برخو کې يو لړ دوه اړخيز همکاريز سندونه لاسليک کړي دي.

دواړو خواوو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا په برخه کې د چين او سيراليون ګډه اعلاميه هم خپره کړې ده.