د چين خارجه وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د امنيت شورا د اصلاحاتو په اړه د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ د حکومتونو ترمنځ د مذاکراتي ميکانيزم له ائتلافي رئيسانو يانې په دغه نړيوال سازمان کې د کويت او اتريش له دايمي استازيو سره کتلي دي.
وانګ يي د دغې کتنې په ترڅ کې ويلي، چين له يادو دوو ائتلافي رئيسانو څخه ملاتړ کوي، چې د ملګرو ملتونو د دايمي پرمختګ او د ټولو غړو د ګډو ګټو په پام کې نيولو سره پر سم لوري د امنيت شورا اصلاحات پرمخ بوزي او د پرمختيايي هېوادونو استازيتوب او د وينا حق زيات کړي، څو لا زيات منځني او کوچني هېوادونه د تګلارو له ټاکلو څخه برخمن شي او ټول غړي يې له اصلاحاتو څخه ګټې واخلي.
يادو دوو ائتلافي رئيسانو د چين زياته ستاينه کړې، چې له اوږدې مودې راهيسې يې د ملګرو ملتونو د رول د پياوړتيا، پر څواړخيزم د ټينګښت، د ملګرو ملتونو منشور د موخو او اصولو د ساتلو په خاطر زياتې هڅې کړي او هيله يې ښودلې، چې د امنيت شورا د اصلاحاتو په اړه د چين په ګډون له مختلفو غړو سره خپلمنځي تماسونه او همغږي وساتي.