چين به په کور دننه د بهرني پانګيز چاپېريال اصلاحاتو ته دوام ورکړي
CMG2024/02/29 10:33:52
شريکول:

د چين دولتي شورا د تېر کال په اګست کې په کور دننه د بهرني پانګيز چاپېريال د اصلاح او د زیاتو بهرنيو پانګو د جلب په پار د نظريو سند خپور کړی، چې ۲۴ اقدامات پکې ټاکل شوي دي. 

د چين د سوداګرۍ وزارت، د مالياتي چارو عمومي ادارې، د بازارونو نظارتي ادارې او د مهاجرينو چارو ادارې مسئولینو د فبرورۍ په ۲۸ مې نېټې يوه غونډه ترسره کړې او د يادو ۲۴ اقداماتو د عملي کولو د وضعيت په اړه يې رسنيو ته معلومات ورکړي دي. 

د چين د سوداګرۍ وزارت مسئولينو يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې په یادو ۲۴ اقداماتو کې زیاتره اقدامات عملي شوي، چې ځينو يې پرمختګونه هم موندلي دي. د چين سوداګرۍ وزارت به د دغو اقداماتو عملي کولو ته دوام ورکړي، د عملي کولو وضعيت به يې په هراړخيزه توګه وارزوي، څو په هېواد کې بهرنيو پانګوالو ته د زياتو ګټو احساس پيدا شي.

په ياده غونډه کې په چين کې د امريکا او اروپايي ټولنې د سوداګرو ټولنو په ګډون د ۹ بهرنيو سوداګریزو ټولنو او ۶۰ بهرنيو تصديو استازو هم ګډون کړی و.