چين د ۲۰۲۳م کال د ملي اقتصاد او ټولنیز پرمختګ احصایوي راپور خپور کړ
CMG2024/02/29 15:29:06
شريکول:

د چين د احصائيې ملي ادارې د فبرورۍ په ۲۹مې نېټې((د چين ولسي جمهوريت د ۲۰۲۳م کال د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ احصائيه)) راپور خپور کړی دی.

د راپور لومړنۍ شمېرې ښيي، چې د چين د تېر کال د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۱۲۶ ټريليونه، ۵۸ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۵.۲ سلنه زياتوالی ښيي. په دې جملې کې د لومړي ډوله صنايعو اضافي ارزښت يې ۸ ټريليونه، ۹۷۵ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې دا د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۴.۱ سلنه زیاتوالی ښيي او د دوهم ډوله صنايعو اضافي ارزښت یې ۴۸ ټريليونه، ۲۵۸ ميليارډه او ۹۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې دا بیا د ۲۰۲۲م کال په نسبت ۴.۷ سلنه زياتوالی ښيي او د درېيم ډوله صنايعو اضافي ارزښت يې ۶۸ ټريليونه، ۸۲۳ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې د ۲۰۲۲م کال په مقايسه ۵.۸ سلنه زياتوالی ښيي.

 

په۲۰۲۳م کال کې د چين جي ډي پي يا د کورني توليد  د سر ارزښت ۸۹ زره او ۳۵۸ يوانه و، چې دا د ۲۰۲۲م کال په نسبت ۵.۴ سلنه زياتوالی ښيي.

(ژباړه: شکريه)