چين به د اوکراين شخړې د سياسي حل په پار د دوهم پړاو ډيپلوماتيک فعاليتونه پيل کړي
CMG2024/02/29 10:36:16
شريکول:

 

د چين خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې خبر ورکړی، چې د اروپايي او اسيايي چارو په اړه د چين ځانګړی استازی لي هوی به د مارچ له ۲مې نېټې څخه له روسيې، د اروپايي ټولنې له مقر، پولنډ، اوکراين، جرمني او فرانسې څخه ليدنې وکړي او د اوکراين شخړې د سياسي حل په پار به د دوهم پړاو مسلسل ډيپلوماتيک سفرونه وکړي.

نوموړې ويلي، د اوکراين پر شخړې دوه کالونه واوښتل، خو لا هم پکې جنګ روان دی او په خبره يې، په اوکراين کې د اوس لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده د سولې اعاده کېدل دي.

ماو نينګ ويلي، چې چين له تېرو دوو کلونو راهيسې د روسيې او اوکراين په شمول له مختلفو هېوادونو سره د نظريو ژورې تبادلې کړي، رغنده رول يې لوبولی، په اړه يې د دريځ سند خپور کړی او يو لړ ډيپلوماتيک فعاليتونه یې تر سره کړي دي.  

د نوموړې په وينا، چين به په دوامداره توګه خپل ځانګړی رول ولوبوي او د اوکراين شخړې د سياسي حل لپاره به خپله ځيرکتيا او وړتيا وکاروي.