د چين لرغونی تمدن څنګه ساتل او په ميراث اخيستل کېږي؟
CRI2024/02/29 17:01:54
شريکول:

چين په نړۍ کې يو لرغونی او ستر ملت دی، چې تمدن يې د څه باندې ۵۰۰۰ کلن تاريخ لري. چين په نړۍ کې له لرغونې زمانې څخه تر اوسه پورې يوازينی دوامدار تمدن دی، چې هيڅکله پری نه دی شوی او نړۍ ته زيات مادي او معنوي شتمنۍ راوړې وې. چينايان تل په زرګونو کلونو کې د تاريخي اثارو د ساتلو لپاره هلې ځلې کړی او کوي يې. په چين کې ۵۶ نړيوال ميراثونه او ۶۵۶۵ موزيمونه شتون لری، چې ۹۱سلنه موزيمونه نندارچيانو ته په وړيا توګه پرانيزي. کارپوهانو د تاريخي اثارو د ساتلو په چارو کې نه ستومانه کيدونکي کوښښونه کړي دي.