د ۲۰۲۴م کال د چين د دولتي اداري پوهنځي د منځني عمر او ځوان کدرونو د روزلو لپاره د پسرلني سمستر کورس د مارچ په لومړۍ نېټه پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئیس شي جين پينګ هغوی ته مهم هدايت ورکړي چې ځوان کادران د چين د کمونېست ګوند او د هېواد د بېلا بېلو چارو د پرمختګ مثبته ډله او ځواک دی او هم د چيني ځانګړتیا لرونکي سوسیاليستي چارو ميراث اخيستونکی هم دي. په نوې زمانه او مزل کې ځوان کادران درنې دندې لري، نو بايد خپلې اصلي موخې يادې کړي او د نوي تاريخي پرمختګ لپاره ډېر زيار وباسي.