د فلسطین د غزې روغتیا ادارې د فبرورۍ په ۲۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په غزې تړانګې کې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو له امله له ۳۰ زرو زيات کسان وژل شوي او تر ۷۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.
د فلسطین او اسرائیل پر روانې شخړې ۱۴۶ ورځې واوښتې، خو لا يې هم د سولې څرک نه دی لګیدلی.
يوې فلسطيني سرچينې رسنيو ته ويلي، چې د قطر او مصر په شمول اړوندې خواوې په غزې کې د اوربند لپاره په خورا سختۍ خبرې پرمخ بیايي او هڅې کوي، چې له روژې مخکې په غزې کې اوربند وشي.