د ملي امنیت د خوندیتوب په پلمه د امریکې ناسمې کړنې
CMG2024/03/01 09:35:40
شريکول:

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څو ورځې مخکې د مونیخ په نړیواله امنیتي غونډه کې ویلي چې که چا کافي پياوړی توان ولري، نو د کڼټرول حق لري، نور هغه چې کافي توان لري، یوازې تر کنټرول لاندې

 کېدای شي.  د ده خبرې د نړیوالو زیات پام راخپل کړی دی.

ګلوبل ټایمز په دې وروستیو کې د یوې تبصرې په خپرولو سره وویل، چې د بلینکن یادې خبرې بیخي لمسوونکې دي او له سولې پرته د مقابلې راپورته کولو په مانا دي.

دا  د دوی د خپل تسلط ساتلو په اړه کلیدي نظر دی. واشنګټن د خپلې زورواکۍ او د تش په نوم ملي امنیت د تضمین لپاره جګړې راپورته یا لمسونې کړې، پر نورو یې بېځایه تورونه او بندیزونه لګولي، د غلا او لوټ پر له پسې عملونه یې کړي دي.

دا مو ولیدل چې امریکې په امنیت شورا کې څو ځلې په غزه ټرانګه کې د اوربند مسوده رد کړې، که څه هم په غزه کې نږدې ۳۰ زره ملکي وګړي وژل شوي. په سوریه کې د امریکې مېشتو ځواکونو په دوامداره توګه له دغه هېواد څخه نفت او غلې دانې غلا کړې چې ځايي وګړیو ته یې زیانونه رسولي دي. د امریکې ځواکونو دوه نیم کاله مخکې له افغانستان څخه وتلي، خو امریکې تر اوسه د افغانستان د مرکزي بانک د څو میلیارډو ډالرو سرمایې کنګل کړې او د دغه جګړې ځپلي هېواد د بیارغونې لاره یې زیاته ستونزمنه کړې ده.

د امریکې د پرمختګ تاریخ پر نورو له تېري او ځپنو څخه ډک دی. واشنګټن نظام یا مقرراتو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او د ده په نظر، کمزورې خواوې باید له نړۍ څخه ووځي او باید د ده تر تسلط لاندې وي.

بله خوا، په دې وروستیو کلونو کې د امریکې دننه زیاتې ستونزې ښکاره شوې دي، ډېرو پرمختیايي هېوادونو په تېره بیا چین د پرمختګ او ابادۍ د لیدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي، د ګردې نړۍ ځواکونه د برابرښت لېوالتیا لري. په دې سره امریکا اندېښنه لري چې د ده تسلط به بې ثباته وي.

نو واشنګټن پر چین پسې د تش په نوم ګواښونه وتړل او د چین پر اړوندو تصدیو یې بېځایه تورونه لګولي او د مخنیوي تدبیرونه یې نیولي دي. لکه د هوواوې او جونګ شینګ په شمول د چیني تصدیو تولیدات یې خطرناک بللي او بې له هېڅ شواهدو یې دغه تولیدات وتړل. د ټیکټاک په شمول ځینې چینايي ټولنیزې شبکې چې د امریکایي ولس ډېرې خوښېږي، د یو شمېر سیاستوالو تر لمسونې لاندې هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د امریکې ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې د یو حکم په لاسلیک سره وویل چې هېواد به یې په راتلونکو ۵ کلونو کې د ۲۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت پانګونې په لګولو سره د بندرونو بنسټیز تجهیزات ښه کړي، په عین وخت کې به پخپله د توکو لېږدولو لپاره د وزن پورته کوونکي ماشینونه به جوړ کړي. اوس د امریکې په بندرونو کې څه باندې ۲۰۰ دغه شان چینایي ماشینونه په کار دي. ځينو سیاستوالو یې په تړاو ګنګوسې او اندېښنې څرګندې کړې چې دغه چینايي ماشینونه به ښايي د امریکې پر ملي امنیت وګواښي.

دا بیخي بېځایه مفکوره ده، چې امریکا په نړۍ کې تر ټولو د پياوړي هېواد په توګه پېژندل کېږي خو د ملي امنیت ساتنه یې دومره کمروزې بلل کېږي؟