په جينوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دایمي استازي چن شو د بشري حقونو شورا په ۵۵مې غونډې کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روان وضعيت په اړه د خپل هېواد دريځ روښانه کړی دی.
چن شو ويلي، غزه اوسمهال له بې ساري بشري ناورين سره مخ ده او په دغې سیمې کې بېړنی اوربند د نړيوالې ټولنې يوه پراخه غوښتنه او د سولې د بيا رامنځته کېدو په پار اساسي اړتيا ده.
نوموړي پر اسرائيل غږ کړی، چې په غزه کې د ژغورنې د چارو لپاره اسانتياوې برابرې کړي او د نړيوالې محکمې موقتي تدبيرونه په اغېزمنه توګه پلي کړي.
(ژباړه: شکريه)