د اسرائيل د بيړنۍ ژغورنې څانګې او پوځ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د فلسطين د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې په همدې ورځ د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې ۲ اسرائيليان او يو بريدګر وژل شوي دي.
خبر وايي، اسرائيلي پوځ د پېښې ځای کلابند کړی او د شکمنو کسانو د پيدا کولو هڅې يې پيل کړې دي.
فلسطيني رسنيو بريدګر د فلسطين پوليس یاد کړی، چې رام الله ته نژدې په کډوالو کمپ کې اوسېده.
( سپوږمۍ)