بېجينګ: امريکا دې د موټرو چارو کې برابرې سيالۍ ته اسانتياوې برابرې کړي
CMG2024/03/01 09:40:38
شريکول:

د امريکا د توليدي چارو ټولنې څو ورځې دمخه د دغه هېواد پر حکومت غږ کړی، چې له مکسيکو څخه د ټيټې بيې چيني موټرو د واردولو د مخنيوي په پار تدبيرونه ونيسي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند هه يا دونګ د فبرورۍ په ۲۹مې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې هيله ښودلې، چې امريکايي لوری بازاري قواعدو او د برابرې سيالۍ اصولو ته درناوی وکړي، خپل غير بازاري تګلارې او اقدامات بند کړي او د موټرو چارو کې برابرې سيالۍ او دايمي پرمختګ ته اسانتياوې برابرې کړي.

وياند هه يا دونګ دا هم ويلي، چې نړۍ د چيني موټرونو هرکلی کوي او دا په دې مانا نه ده، چې بيې يې ټېټې دي، بلکې تخنيکي نوښتونه او ښه کيفيت لري.

 

 

( سپوږمۍ)