د نړۍ نږدې ۲۰۰ پیاوړو تصديو د چين په اووم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون تړونونه لاسليک کړي
CMG2024/03/01 11:01:39
شريکول:

د چين د نړيوال وارداتي نندارتون ادارې د فبرورۍ په ۲۹ مې نېټې خبر ورکړی، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هغو پیاوړو تصديو، چې د لومړيو ۵۰۰ پياوړو تصديو په ليکه کې قرار لري، د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون تړونونه لاسليک کړي او د ټاکلو نندارځايونو عمومي مساحت يې له ۲۴۰۰۰۰ مترو مربع څخه زيات او د تصديو د ګډون سرعت يې د تېرې دورې نندارتون په پرتله ګړندی دی.

ټاکل شوې، د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون به د روان کال د نومبر له پنځمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شي.