د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو څانګې مشر ليو جيان چاو د فبرورۍ په ۲۹ مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د امريکا د سوداګرۍ ټولنې د مشرې او لومړۍ اجرائيوي رئيسې کلاک په مشرۍ له پلاوي سره کتلي دي.
دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې اړيکې ډېرې مهمې بللي او موافقه يې کړې، چې د خبرو له لارې به متقابل تفاهم زيات کړي، ګټورې همکارۍ به پیاوړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته به ثابت پرمختګ ورکړي.